په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۵۷
ظزظزظ

د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ اړوند رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې چارې یې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي مرسته د شاوخوا ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او په رسمي ډول د پوهنې مسئولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: دغه ودانۍ چې په پاخه او اساسي ډول سره جوړه شوې، ۸ درسي خونې او نور اړین ملحقات لري.

همدارنګه نوموړي څرګنده کړه چې په تېرو شپږو میاشتو کې، ځایی خلکو او همکارو ادارو د همدغه ولایت له مدارسو سره ۴۰.۲ مېلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې پوهنې رهبري تر مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین د ابوبکر صدیق "رضي الله عنه" جامعې له غوره طلابو ستاینه وکړه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د ابوبکر صدیق "رضی الله عنه" جامعې د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې له ممتازه زده کوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ اړوند بره خان عالي لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو او ځایي خلکو په حضور کې کېښودل شوه.

د پوهنې چارواکو په وینا، یاده ودانۍ چې ۱۰ درسي ټولګي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ اړوند رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې چارې یې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي مرسته د شاوخوا ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې،. . .

BACK TO NEWS