په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د پوهنې مسوولینو د کارکوونکو او ښوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړول مهم وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې زدهکړې په ښوونیز چاپېریال کې په اغېزمن ډول پلې کړي.
