د لوګر د یوه ښوونځي له یتیمو اوغریبو زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت لوګر: د لوګر مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو د نجونو د منځني ښوونځي له ۳۸۰ یتیمو او غریبو زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته شوه.
یاده مرسته په امریکا کې میشت د هوني سیدانو د کلي د یوه اوسیدونکي ښاغلي انجنیر محراب الدین احمد یار له خوا شوې ده.
په دې مرسته کې ۱۱۰ د کتابونه بیکونه، ۲۴۸۴ ټوکه د لیکنې کتابچې، ۵۰۰ خود کار قلمونه ۱۵۰ پنسلونه، ۱۵۶ پنسل پاکونه، ۱۸۰ قلم تراشونه، ۵۰ د مارکر قلمونه او ځینې نور درسي توکي شامل دي.
مرسته شوي درسي توکي د ښوونځي ادارې له خوا پر ۳۸۰ یتیمو او غریبو زده کوونکو ووېشل شول.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یاد ښوونځي له زده کوونکو سره د انجینر محراب الدین احمد یار له مرستو مننه وکړه او پر نورو سرمایه لرونکو خلکو یې غږ وکړ، چې د ښوونځیو له یتیمو او غریبو زده کوونکو سره دې مرستې وکړي.
د یادونې وړده، چې نوموړي کس په تېرو کلونو کې هم د یاد ښوونځي له زده کوونکو سره د ښوونځي جامو او درسي توکو مرستې کړې دي.