د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده لنډ ژوند لیک

د هیواد علمي، جهادي او روحاني شخصیت  الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده د الحاج مولوي عنایت الله اخندزاده صاحب زوی، په  ۱۳۳۸ هـ ش کال د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي د عربانو درې  په بلاق کلي کې زېږیدلی دی. 
لومړنۍ او منځنۍ دیني او عصري زده کړې یې له خپل والدصاحب، کشر کاکا او همدارنګه د خپلې سیمې په ښوونځیو او مدرسو کې او د احادیثو مبارکه دوره یې په دارالهجرت کې ترسره کړېده. 
محترم اخندزاده صاحب د روسیې اشغال په وړاندې د جهاد په مهال د جهادي تنظیمونو او بیا وروسته دمجاهدینو د عبوري حکومت په چوکاټ کې د هیواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې زیات خدمتونه سرته رسولي دي. 
د طالبانو د اسلامي تحریک د ظهور له لومړۍ ورځې څخه له یاد تحریک سره ملګری شویدی او د تحریک او بیا وروسته اسلامي امارت په چوکاټ کې یې لاندې مهم مسئولیتونه سرته رسولي دي:
۱-د پکتیا ولایت د مرستیال والي په توګه.
۲-د پکتیا ولایت د والي په توګه .
۳-د پکتیکا ولایت د والي په توګه .
۴-د حج او اوقافو وزارت دمالي او اداري معین په توګه.
۵-د امریکايي اشغال په وړاندې د اسلامي امارت د جهاد په مهال د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د میدان وردګ ولایت د ولایتي رئیس په توګه.
۶-د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون  د اداري رئیس په توګه.
۷-د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د لویدیځې حوزې د مسئول په توګه.
۸- د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د ختیځې حوزې د مسئول په توګه.
۹-دوهم ځل  د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د لویدیځې حوزې د مسئول په توګه. 
۱۰-د کابل له فتحې وروسته د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د سرپرست معین په توګه.
۱۱-د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د عمومي رئیس په توګه.
۱۲-د  پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین په توګه.
محترم اخندزاده صاحب د سپېڅلواخلاقو او متواضع شخصيت څښتن دی، د اداري کارونو غوره وړتیا  او د ښوونې او  روزنې په ډګر کې د کار او خدمت اوږده تجربه لري، الله تعالی دې د نوموړي ټول علمي او  جهادي  خدمتونه قبول کړي.آمین.