ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د ټټنګ لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانی په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې د ولسي تړون د اقرا برنامې لخوا د ۴ میلیونو ۱۷۰ زره افغانیو په مجموعي لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوي، چې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، ۳ تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوي لري، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره ۴۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.
د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یي کړه، چې له دې مخکې نوموړي ښوونځي ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو یې تر شنه اسمان لاندې په خېمو کې زده کړې کولې.