پروان ولایت کې د ملګرو ملتونو د موخو په اړه جوړ شوی ورکشاپ پای ته ورسید
پوهنې وزارت، پروان: د پروان ولایت د پوهنې ریاست ۴۰ تنو مدیرانو او آمرانو ته د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دوامدارو موخو د پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ ، چې د پوهنې وزارت د یونیسکو او آیسیسکو ملي کمیسیون له لوري جوړ شوی وو د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پاي ته ورسید.
په پیل کې د یونیسکو او آسیسکو د ملي کمیسون غړي ذکر الله د یاد کمیسیون فعالیتونو او اهدافو په اړه هراړخیز معلومات ورکړل او د پروان ولایت پوهنې ریاست د چارواکو له همکارۍ او همغږۍ څخه یې مننه وکړه.
ورپسې د پروان ولایت د پوهنې رئیس عبدالظهور حکیم د ورکشاپ په بیلا بیلو مسایلو او په ټولنه کې د هغوی په ارزښت خبرې وکړې او له هغو استادانو څخه مننه یې وکړه چې د ورکشاپ د ودې لپاره یې ترټولو ډیرې هڅې کړې وې، د ښوونځیو له مدیرانو یې وغوښتل چې د دې ورکشاپ لاسته راوړنې په خپل کاري چاپیریال کې پلې کړي.
د ورکشاپ په پاي کې د یونسکو او آیسیسکو کمیسون لخوا چمتو شوی ستاینلیک د پروان د پوهنې رئیس او د دې برنامې همغږي کوونکي ته ورکړل شو.
