د زده کونکو د والدینو او ښوونکو اتحادیه جوړه شوه
پوهنې وزارت، غور: د غور ولایت پوهنې ریاست په چوکات کې د ښوونکو او زده کونکو د والدینو ګډ انجمن، د پوهنې سرپرست ، د والي استازي ، د ولایتي شورا غړو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون سره خپل فعالیتونه په رسمي ډول پيل کړل.
په پيل کې د غور د پوهنې سرپرست میراحمد حسیني د ښوونکو او زده کونکو والدینو انجمن د جوړولو په ارزښت خبرې وکړې او هغه یې د پوهنې وضعیت د ښه کیدو او د ښوونکو او زده کوونکو د ستونزو او ننګونو د حلولو لپاره خورا مهم او اغیزناک وباله.
همداراز نوموړي د پوهنې، ښوونکي او علم په ارزښت خبرې وکړې او د زده کوونکو له کورنیو یې وغوښتل چې د یو پرمختللې او غوره پوهنیز سیستم درلودلو په موخه د پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.
