د MDS موسسې مشر د پوهنې وزارت د بدیلو زده کړو له رئیس سره وکتل
 
               د MDS موسسې مشر  الحاج محمد شهاب حکیمي د پوهنې وزارت د بدیلو زده کړو د ریاست له رئیس انجنیر صلاح الدین سعید سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د هیواد ماشومانو او ځوانانو ته  د انلاین زده کړو لپاره د اړینو اسانتیاوواو تجهیزاتو په هکله تفصیلي بحث وشو او د دواړو لوریو تر منځ هوکړه وشوه،چې یاده موسسه به په لومړي قدم کې په ازمویښتي ډول د هیواد په څلورو ولایتونوکې د څلورسوه(۴۰۰)تنو زده کوونکو لپاره د انلاین زده کړو اسانتیاوې برابروي.دیادې ازمویښتي شپږ میاشتنۍ دورې په بشپړیدلو سره به نورو لس زره(۱۰۰۰۰) زده کوونکو ته هم د انلاین زده کړو زمینه برابرېږي.
