د ارزګان له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د اروزګان ولايت د پوهنې رئيس حاجي کامران آخندزاده د دغه ولايت چهارچينو ولسوالۍ ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې د پوهنې له مسوولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د يادې ولسوالۍ له استازو سره وکتل، د پوهنې او د زده کوونکو د ستونزو او اړتیاو په باب يې ورسره خبرې او مشورې وکړې.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د علم او پوهې په ډګر کې تر خپله وسه خدمت وکړي.
د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس د دغه ریاست له کارکوونکو سره اداري ناسته وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.
نوموړي دغه راز د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د اروزګان ولایت پوهنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دغه ولایت ته د لازیاتو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه جدي هڅي وکړي.
د اروزګان ولایت د پوهنې رئیس د دغه ولایت ولسوالیو ته د خپلو کاري سفرونو په دوام دا ځل په چهارچینو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو او ګړنديو ښوونیزو ټولګیو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
د اروزګان د پوهني رياست مشرتابه د دغه رياست له کارکوونکو سره د يوې کاري ناستې پر مهال پوهنې وزارت یې د هېواد د ټولو وګړو ګډ کور وباله او د پوهني رياست له کارکوونکو يې وغوښتل چې د پوهنې د کيفيت لوړولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت د ملالۍ لېسې له ښوونیزو او اداري چارو څخه څارنه وکړه او د دغې لېسې کاري فعالیتونه یې مثبت وبلل.
نوموړي ممتاز زده کوونکي یې د جايزو او نغدو پيسو په ورکولو سره وهڅول او همدا شان د يادې لېسې له مسوولينو يې وغوښتل، چې خپلې اړتياوې د يوه وړانديز شوي مکتوب له لارې پوهنې رياست ته ولېږي، څو ورته رسيدګي وشي.
