د کورنیو چارو وزارت سرپرست د بلخ ولایت د پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په لارښونه د کورنیو چارو سرپرست الحاج سراج الدین حقاني د بلخ ولایت د بېلا بېلو ریاستونو د رسمې او اداري چارو او د قومي مخورو سره د لیدنې په موخه د وزارت د یو شمېر استازو په ګډون یاد ولایت ته سفر وکړ.
د کورنیو چارو سرپرست د دې ولایت د پوهنې رئیس، مولوي عبدالجلیل شهید خیل، د يادې ادارې له یو شمیر مسؤلینو او کارمندانو سره لیدنه وکړه.
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې ریاست د تېر کال په لاسته راوړنو، د روان کال د فعالیتونو، ښوونیزو پروګرامونو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کورنیو چارو سرپرست د دغه ولایت د ښوونې او روزنې د وضعیت د ښه والي په برخه کې د پوهنې ریاست د کارونو او فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د بلخ ولایت د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه به د دغه ولایت له مشرتابه سره خبرې اترې وکړي.
