د پوهنې وزارت د تضميناتي او تاميناتي بوديجې اړوند کمېټې د راپور ورکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د تضميناتي او تاميناتي بوديجې اړوند کمېټې د راپور ورکولو غونډه، د ياد وزارت د سرچينو او ادارې د معين مولوي صبغت الله وصيل په ګډون جوړه شوه.
د مالیې وزارت د کړنلارې له مخې، د پوهنې وزارت د تضميناتي او تاميناتي کمېټې پلاوي د هېواد ولايتونو ته د رسمي سفرونو پر مهال، د ودانيزو پروژو، بيارغونې او نورو کړنو په اړه معلومات راټول او پايلې يې د ياد وزارت د سرچينو او ادارې معين سره شريکې کړي.
د سرچينو او ادارې معين د پلاوي راپور په دقت سره واورېد، له ارزونې وروسته یې د قناعت وړ وباله او لارښوونه یې وکړه، چې یاد راپور دې د نورو اقداماتو په موخه مالیې وزارت ته واستول شي.