له ولایتونو څخه د پوهنې کړنو انعکاس

نیمروز
د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولايت کنګ ولسوالۍ له پوهنې مسئولينو او علماوو سره د پوهنیز وضعيت په تړاو خبرو کې، د ستونزو په حل او د پوهنې د ودې په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت، د یادې ولسوالۍ د شولاني لېسې لپاره دوه درسي ټولګي جوړوي.
د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یادو دوو درسي ټولګيو د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره، د دغه بااحساسه هېوادوال له مرستې مننه وکړه.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رياست اړوند پلاوي، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د کړنلارې له مخې په خدير ولسوالۍ کې د لسو ديني مدارسو او په اشترلي کې د دريو نورو مدارسو جوړولو لپاره ځايونو ځانګړي کړل.
د سيمې خلکو په خپلو سيمو کې د ديني مدارسو د جوړېدو له امله د پوهنې وزارت له مشرتابه مننه او هرکلی وکړ.
د یو بل خبر له مخې:
د دایکنډي ولایت یو تن د پوهنې دوست شخصیت، د ۸۰۰۰ افغانیو په لګښت د میرامور ولسوالۍ سنګان عالي لېسې لپاره کتابتون جوړوي.
د یاد ولايت پوهنې رياست د دغه بااحساسه هېوادوال له همکارۍ څخه مننه وکړه.
همدارنګه:
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له سرپرست انجینر صدیق الله ژمن سره د یاد ولایت د یوه خیریه بنسټ د مرکزي زون د دفتر مسئولینو وکتل او د مرکز اړوند شپږو لومړنیو ښوونځیو لپاره یې د لمریزې برېښنا د سیستم نصبولو په اړه خبر ورکړ.
د یاد ولایت پوهنې رياست سرپرست، د دغه ادارې له همکارۍ مننه وکړه او په نورو ښوونځيو کې يې هم د څښاک د پاکو اوبو برابرولو غوښتنه وکړه.