د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره د بودیجې په اړه بحث ترسره شو

د پوهنې وزارت اړوند ادارو د پروګرامونو، لګښتونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د ۱۴۰۳ لمریز کال د بودیجې په اړه د کارپوهانو بحث، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ تر سره شو.
یاده غونډه چې درۍ ورځې یې دوام وکړ؛ پکې د سرچینو او ادارې د معین سربېره د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د ادارو مسئولینو او کارپوهانو هم ګډون درلود.
په دغه درۍ ورځنۍ غونډه کې د معینیتونو د کړنو پر فرعي شاخصونو سربېره د راتلونکي لمریز کال لپاره د ریاستونو اړتیاوې او پروګرامونه په دقیق ډول وارزول شول او د ۱۴۰۳ لمریز کال د بودیجې د تعیین په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.