له ولایتونو څخه د پوهنې کړنو انعکاس

media-moe
Sat, Dec 09 2023 12:44 PM
58

پکتیا

د پکتيا والي الحاج مهرالله حماد او د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د ګردېز ښار له مرکزي دارالاېتام څخه ليدنه وکړه او هلته يې له زده کوونکو سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.

د غه راز هغوی د يتيمانو ستونزې وڅېړلې او د حل ژمنه يې وکړه.

غزني

د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني، د یاد ولایت ده يک ولسوالۍ له امنيې قوماندان، د استخباراتو رئیس او يو شمېر مسئولينو سره په کتنه کې، د يو شمېر ښوونځيو او دارالعلومونو درسي کړنې، ستونزې او پرمختګونه وارزول.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ریاست د انجنیرانو له ټېم سره، په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې چارې چې د یوه مرستندویه بنسټ په همکارۍ ترسره کېږي، وڅېړلې او د ساختماني توکو کارولو په لوړ کیفیت یې ټینګار وکړ.

سمنګان

د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، د پوهنې په برخه د یوه همکار بنسټ له رئیس سره وکتل.

د يادې مرستندویه بنسټ مسئول پوهنې په برخه کې د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل او سمنګان ته يې د سفر موخه، د پوهنې د اوسني حالت ارزونه، د ستونزو معلومول او د کره شمېرو راټولول وبلل.

د پوهنې رئيس د یاد بنسټ له کړنو څخه خوښي څرګنده او ژمنه يې وکړه، چې د دوى د پوهنيزو پروګرامونو په پلي کولو کې به همکاري کوي.

د یو بل خبر له مخې:

د پوهنې په برخه کې یوې همکارې ادارې د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د هغوی تر ملاتړ لاندې د سیمه ییزو ټولګیو د کړنو په تړاو له پوهنې رئیس سره وکتل.

د پوهنې رئيس د يادې ادارې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې يادې ادارې ته به لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

Latest news

Mon, Mar 10 2025 2:23 PM
Background image

Announcement of the Competitive Exam Results for 8,165 Vacant Teaching and Administrative Positions in the Ministry of Education

The results of the competitive exams for 8,165 teaching and administrative positions (8,086 teaching and 79 administrative) in the Ministry of Education, which were previously conducted. . .

Wed, Feb 19 2025 12:01 PM
Background image

Closing Ceremony of the Scientific and Professional Seminar for Education Directors of Several Provinces

The four-days scientific and professional seminar on enhancing leadership and management capabilities, organized by the Directorate of Structures of the Ministry of Education for 473. . .

Wed, Jan 15 2025 11:01 AM
Background image

Examination Process of Madrassa Students in Logar Province Reviewed by Acting Minister of Education

Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Acting Minister of Education, who entered Logar Province to carry out a series of educational activities, met with the head and officials of the. . .

BACK TO NEWS