په ننګرهار ولایت کې د یوې لېسې نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ کې د کان لېسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې رئیس، د دولتي ادارو مسئولينو، د پوهنې په برخه کې د مرستو رسولو بنسټونو استازو، علماوو او مشرانو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کان لېسې دغه نوې ودانۍ چې 12درسي خونې، 4 اداري خونې، يوه د کمپيوټر خونه له نورو اړينو ملحقاتو سره لري؛ د يوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په څلور جرېبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، له دغه همکار بنسټ څخه مننه وکړه، کوم چې د يادې لېسې په رغونه کې يې مرسته کړې.
دغه راز نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د علم او پوهې ترلاسه کول د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ يوازينۍ لار وبلله او له خلکو یې وغوښتل، تر څو خپل اولادونه دیني او عصري زده کړو ته وهڅوي.
په پاى كې نوموړي د ښوونځي پر ساتنې او ترميم د ټينګار تر څنګ ژمنه وکړه، چې د خلکو د خدمت او د زده کړو د لا زياتو آسانتياوو په برابرولو کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.