په بامیان ولایت کې د سویې د تثبیت متفرقه آزموینه واخیستل شوه

په بامیان ولایت کې د افغانستان.ا.ا. له م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت متفرقه آزموینه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي رحمت الله قندیلي، د ولایت مقام استازو او یو شمېر نورو ادارو د مسئولینو په ګډون، د پوهنې رياست د غونډو په تالار کې واخیستل شوه.
د باميان ولايت پوهنې رئيس د یادې آزموینې له ګډون والو څخه د هرکلي ترڅنګ، له اشغال څخه د هېواد په آزادولو کې د م.جاهدینو له سرښندنو ستاينه وکړه او هغوى يې د ديني او عصري علومو زده کړې ته وهڅول.
د پوهنې رئيس وويل: د یادې آزموینې نوماندان د ج/هادي بوختياوو له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو، چې اوسمهال د سرتاسري امنيت د تامین سربېره، هغوی ته د زده کړو د دوام په موخه لازمې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې آزموینه کې شاوخوا ۲۴۹ تنو ګډون کړی وو.