د پوهنې وزارت د بشري سرچينو او اداري پراختيا لوی رياست کې میتودیک سیمینار پای ته ورسېد

هغه میتودیک سیمینار چې د پوهنې وزارت د بشري سرچينو او اداري پراختیا لوی ریاست د روزونکو له خوا، د ياد رياست د کارکوونکو د وړتياوو لوړولو په موخه جوړ شوی ؤ، نن پای ته ورسېد.
د ياد سيمينار د پای په مراسمو کې د پوهنې وزارت د بشري سرچينو او اداري پراختيا لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، يو شمېر مرکزي رئيسانو او کارپوهانو ګډون درلود.
مسئولینو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د کارکوونکو دوامداره روزنه د خپلو دندو د ترسره کولو په برخه کې اړینه وبلله او له ګډون والو څخه یې وغوښتل، تر څو په ورسپارل شویو دندو کې د یاد سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
دغه مراسم د مسئولینو له لوري د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.