د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه
سرپل
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له خوا د سرپل ولایت پوهنې ریاست ته، تدریسي او لابراتواري مواد لکه: د کیمیا مضمون اړوند ۲ لابراتواري کېټونه، د ریاضي ۲۵ کیټونه، ۳ ساینسي کیټونه، ۹۱۷ ټوکه د تجربوي لارښود کتابونه او ټول ټال ۳۲۵ رنګه او سپین درسي چارټونه واستول شول.
پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي په مشرۍ غونډه، د ښوونځیو او مدارسو د مدیرانو، مسئولینو او د یاد ریاست د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو تر منځ د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه جوړه شوه او په ترڅ کې یې لازمې پرېکړې وشوې.
تخار
د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد د شوراب تالغان منځني ښوونځي څخه کوم چې د سېلاب له امله ویجاړ شوی و، لیدنه وکړه او د بیارغونې په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
سرپل
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست غونډو په تالار کې د «د ټولو رسمي او خصوصي ښوونبرو بنسټونو د احصائیوي معلوماتو راټولولو» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
دایکنډي
د دایکنډي ولایت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، د یاد ولايت د کیتي او کجران ولسواليو د عمومي زده کړو د ۵۰ بابه ښوونځیو، ديني مدارسو او د سيمه ییزه ټولګیو څخه څارنه وکړه او د پوهنیز وضعیت لاښه والي په تړاو یې مسئولینو ته ځانګړې سپارښتنې وکړې.