په غزني ولايت کې د یو باب منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په عزت قلعه کلي کې د روضة المدارس منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مسئولینو، علماوو او د سیمې د مخورو په ګډون، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني وايي: د ښوونځي دغه ودانۍ چې ۱۲ درسي ټولګي او یوه اداري خونه به ولري، د یادې سیمې د یو تن معارف دوست شخص حمیدالله عزت په مالي ملاتړ، د ۴ اعشاریه ۵ مېلیونه افغانیو لګښت سره په یو جرېب ځمکه کې جوړېږي.
د سیمې خلکو د همدغه ښوونځي د ودانۍ د چارو پر پیل خوښي څرګنده کړه او له پوهنیز نظام سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
د پوهنې وزارت رهبري د غزني ولایت د پوهنې مینه والو د مرستو له امله مننه او قدرداني کوي.