له پوهنیز نظام سره د میدان وردګ ولایت د علم پروره ولس مرستې دوام لري

media-moe
Sun, Aug 25 2024 11:05 AM
ghg

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ معارف دوسته اوسېدونکو، په همدغه ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې او تجهیز په موخه لاندې مالي مرستې ترسره کړې دي:

1__ د عامو خلکو له لوري د سرور کائنات«صلی الله علیه وسلم» ښوونځي لپاره د ۱۱ جرېبه ځمکې مرسته او د حاجي ګل آصف له خوا د ٢٤٠ زره افغانيو په لګښت او د حاجي جنت ګل له خوا د ١٥٥ زره افغانيو په ارزښت د ١١ درسي خونو په درلودلو سره د همدغه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدل.

3__ د یادې ولسوالۍ بتاوکې کلي کې د سرور کائنات (صلی الله علیه وسلم) له ښوونځي سره د ۳۲ زره افغانیو مرسته.

٤__ د يو ښوونيز بنسټ له خوا د غازي محمد جان خان عالي لېسې زده کوونکو لپاره د کانکور آزموینې چمتوالي په موخه کورس جوړ شو او د همدغه پروګرام د دوو تنو ښوونکو معاشونه د ځایي خلکو له خوا ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونې او روزنې په برخه کې د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ د علم پروره اوسېدونکو له مرستو هرکلی کوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS