د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
Sat, Sep 07 2024 3:31 PM
/.
د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی د یو رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته ورسېد.
په پيل کې یاد پلاوي له پوهنې رئیس مولوي فیض الله جمال حقاني او د یاد ریاست د یو شمېر کلیدي څانګو له آمرینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې یاد پلاوي د خپل سفر موخه څرګنده کړه او له پوهنې مسئولینو يې وغوښتل چې ښوونکو او زده کوونکو ته هره ورځ د نيم ساعت لپاره د اسلام اساساتو کتاب تدريس کړي او د ټولو ښوونیزو بنسټونو کارکوونکي، ښوونکي او زده کوونکي باید خپل صورت او سیرت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد«صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر کړي.
.له بلې خوا د خوست پوهنې رئیس د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو لارښوونو او پلانونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS