د پوهنې وزارت سرپرست د مرکز او ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې آنلاین غونده وکړه

media-moe
Mon, Sep 09 2024 10:03 AM
2456
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د ویډیویي کنفرانس له لارې د مرکز کابل ښار او ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د ښوونیز نظام په برخه کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې ریاستونو د دندو لنډ راپورونه واورېدل او د هغوی د پرمختګونو او ستونزو په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز نوموړي د اداري او تدریسي چارو لاښه والي په برخه کې، د ولایتي مسئولینو د پاملرنې لارښوونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د اړوندو ولایتونو د ټولو تعلیمي بنسټونو له کتابتونونو څخه په هر اړخیزه توګه څارنه او ارزونه وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، ټول هغه کتابونه چې د اهل سنت والجماعت او حنفي فقهاوو له عقایدو سره په تضاد او ټکر کې وي راټول او راپورونه یې مرکز ته راولېږي.
ورپسې د پوهنې رئیسانو هر یو په خپل وار سره د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونو د عملي کولو ژمنه وکړه، چې ژر تر ژره به د کتابتونونو څارنه او پلټنه پیل کړي او راپور به یې محترم مقام ته وسپاري.

 

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS