د پوهنې وزارت د شهادتنامو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
Thu, Sep 12 2024 11:17 AM
ffdz

د پوهنې وزارت د شهادتنامو رئیس مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې ریاست له مسئولینو په ځانګړې توګه د نتایجو او شهادتنامو څانګې له آمرینو او مدیرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د پوهنې وزارت د شهادتنامو رئیس د تعلیمي چوپړونو په وړاندې کولو کې د کیفیت په لاښه والي او د نتایحو د تایید په بهیر کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې د دغو خدمتونو په وړاندې کولو کې سرعت او دقت ځانګړی اهمیت لري.

له همدې امله د یادې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست به د کوف آب، شکي، نسي، مایمي، شغنان، واخان، خواهان، یمګان، یاوان، کوهستان، راغستان، کران او منجان ولسوالیو اړوند د عمومي زده کړو او اسلامي زده کړو د نتایجو جدولونه د نهایي تایید په موخه مر کز ته واستوي.

په پاى کې د بدخشان ولايت د پوهنې رياست مسئولينو ژمنه وکړه، چې د نتایجو او شهادتنامو د صادرولو په برخه کې به ټول اقدامات په دقت او په ټاکلي وخت ترسره او مرکز ته به يې واستوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS