فراه ولایت کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې پیل شوې
د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د ابوالخیر عبدالحی مدرسې ودانۍ پروژه، چې د ابوالخیر عبدالحی کورنۍ له خوا د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت په ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي؛ د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو او د یادې ولسوالۍ د خلکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د پوهنې مسئولينو په وينا، په پام کې لري چې دمدرسې دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې، چې ٢٨ درسي ټولګي به ولري، جوړه کړي او په ترڅ کې به یې په دوو وختونو کې تر ۱۰۰۰ تنو زیاتو زده کوونکو ته د ديني او عصري زده کړو آسانتيا برابره شي.