د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې.
- لغمان
د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند ۱۰۸ تنه ښوونکي د یاد ولایت له عالي دارالعلومونو څخه د ریاضي، ساینس، ټولنیزو علومو او انګلیسي په څانګو کې فارغ شول.
- سر پل
د سر پل ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې "د ښوونځيو اړوند ۸ قلمه موادو او کتابونو پېژندګلوي" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی تعلیمي سیمینار ترسره شو.
یاد پروګرام د سر پل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا د ۲۵ غړو لپاره پیل شو.