د بامیان ولایت ښوونځیو لپاره د درسي موادو وېش پروسه پیل شوه

د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې له خوا د ۲۵ مېلیونه ۷۶۲ زره ۲۷۴ افغانیو په لګښت د درسي توکو وېش لړۍ په رسمي ډول د بامیان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي او پوهنې رئیس محترم قاري عنایت الله سهار په حضور کې پیل شوه.
په پورته ذکر شويو مرستو کې درسي کتابونه، د ښوونځي بکسونه، خېمې، تختې، د لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې درسي کتابونه او نور اړین توکي شامل دي، چې د ځانګړي سهم له مخې به تعلیمي مرکزونو او زدهکوونکو ته ووېشل شي.
د بامیان پوهنې رئیس په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې، دا درسي مرستې به د مسئولې کمېټې له لوري په بشپړې روڼتیا سره د همدغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته توضېع شي.