د بدخشان ولایت یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو رغونه پیل شوه

د بدخشان ولایت د مرکز په څلورمه ناحیه کې د شهید نجیب الله عالي لېسې لپاره پنځه نوې درسي خونې د یو مېلیون ۲۲۴ زره افغانیو په لګښت د ځایي خلکو په مالي ملاتړ جوړې او د یاد ولایت د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بدخشان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد طاهر جواد د خلکو د همکارۍ ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د تعلیمي زیربناوو پراختیا د خلکو دوامداره ګډون ته اړتیا لري.