بدخشان ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند مجیبالدین شهید لومړني ښوونځي بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو، مسلکي پراختیا غړو او سیمهییزو مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ د ۴مېلیونه افغانیو په اټکلي لګښت سره ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او یوه تحویلخونه لري، چې د خلکو ، خیرخواهانو او سیمهییزو زدهکوونکو له لارې به تمویل شي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بدخشان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د سیمې د خلکو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د دغې ودانۍ جوړول به د پوهنیزې کچې په لوړولو او د زدهکوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي او د پوهنې مسئولین هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې تعلیمي اړتیاوې پوره کړي.
