د کونړ ولایت دوو ښوونځیو کې نهه ټولګي جوړ شول

media-moe
Mon, Apr 12 2021 5:22 PM
ساخت ۹ صنف درسی در دو مکتب جداگانه ولایت کنر

پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې د جاپان هېواد په مالي مرسته د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د شانتي موسسې لخوا د مرکز اسعد اباد په ځاګي او تېشې ښوونځیو کې نهه ټولګي جوړ شول او ترڅنګ یې د څښاک اوبه ، ۱۷۱ جوړې چوکې او میزونه او نورې اسانتیاوې هم برابرې شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د مرستندویه موسسو او په ځانګړي ډول د شانتي موسسې له مرستې مننه او قدردانی وکړ او زیاته یې کړه: په پام کې ده چې سږ کال د پوهنې وزارت له لوري د لسګونو نورو ښوونځیو ودانیزې چارې هم پیل شي.

د پوهنې رئیس مجیب الرحمان همدرد وویل: که څه هم دغه سرپناوې په لنډه موده کې جوړې شوي خو د پوهنې ریاست د څار په پایله کې د غوره کېفیت لرونکي دي چې کولی شو ډیر وخت ترې ګټه واخلو.

د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي ښوونه او روزنه د پرمختګ اساس او بنسټ وباله او له مرستندویه ادارو يې وغوښتل چې د پوهنې ملاتړ پاتې شي.

Latest news

Sat, Jun 28 2025 3:31 PM
Background image

Online Conference of the Acting Minister of Education with Provincial Education Directors Focused on the Benefits of the “BRID” System

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of Education, in the presence of several central directors of the Ministry, praised the establishment of the “BRID” system. . .

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

BACK TO NEWS