موږ د الکترونيکي حکومتولۍ پر لور کوټلي ګامونه پورته کوو

د پوهنې وزارت د سرپرستې میرمن رنگینې حمیدي په لارښوونه، په دې وزارت کې د ښيې حکومتولۍ، شفافيت رامينځته کولو او د وخت له ضايع کيدو څخه د مخنيوي په پار د ټولو سيسټمونو د ډيجيټلي او الکترونيکي کولو لړۍ پیل کړې ده.
د دې سيسټم په پلي کيدو سره به لاندې برخو کې هيوادوالو ته خدمات وړاندې کيږي:
د سوانح فورمونه، د تبديلۍ اړوند فورمونو انلاين ډکول، د تعليمي تصديق پاڼو/شهادتنامو ترلاسه کول، د سامع، لياقت او معذرتي آزموينو غوښتنپاڼه.
په دې وروستيو کې د ياد وزارت د تخنيکي او اداري توکو د ثبت او ډيټابيس سيسټم څخه د روان کال د غويي مياشتې له ۲۰ نيټې څخه رسمأ کار اخيستنه پيل شوې، چې د ورځې په اوسط ډول له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې موارد په سيسټم کې ثبتيږي، چې د اړتيا په وخت کې سمدلاسه ثبت شوي معلومات او اطلاعات له سيسټم څخه اخيستل کيږي، چې دا ثبت شوي معلومات په لاندې برخو کې دي:
د جنس مقدار او اندازه، بيه، د ثبت ګڼه، د پير نيټه، د جنس فورمې او د جنس ويشنه، چې له دې ډيجيټلي سيسټم څخه دا پورتني معلومات په اسانه توګه ترلاسه کولى شو.
همداراز دا سيسټم نورې آسانتياوې هم لري چې د وخت له ضايع کيدو او ډيرو طې مراحلو څخه مخنيوى کوي.
هيره دې نه وي، چې ياد سيسټم د ماليې وزارت لخوا هم منل شوى، چې د شفافيت په رامينځته کولو کې مرسته کوي او ترڅنګ يې له بې ځايه لګښت څخه مخنيوى کوي.
له نيکمرغه د پوهنې وزارت د نوې رهبرۍ په راتګ سره، د سيسټمونو د ډيجيټلي کولو په موخه ډيرې طرحې جوړې شوي، چې د پلي کيدو په حال کې دي او په دې اړوند به تل مدام هيوادوالو سره اطلاعات شريکيږي.