په ولایتونو کې د پوهنې د فعالیتونو په اړه خبرونه

media-moe
Wed, Oct 19 2022 9:40 AM
چند خبر از فعالیت های معارف در ولایات

هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي شهاب الدين ثاقب د دې رياست د اسلامي زده کړو له رئيس مولوي اختر محمد اکبري سره یو ځای له الشريعه دارالعلوم، رشد العلوم مدرسې او حميديه دارالعلوم له استادانو او زده کوونکو سره خبرې وکړې. د علم پر ارزښت او په ټولنه کې یې د علماوو پر مقام او دریځ باندې خبرې وکړې
د هرات د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو رئیس مولوي عبدالجلیل مزمل او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت د انقلاب اسلامي ښوونځي، د بالیان د هلکانو لېسې او د رسالت خصوصي ښوونځي څخه لیدنه او څارنه وکړه.
دایکندي:
د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر له خپل کاري ټيم سره د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو د نويو ګمارل شويو ښوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې ١٧ ورځنى سيمينار، لیدنه وکړه او د ياد سيمينار کار یې وارزاوه.
میدان وردګ:
د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رئيس الحاج ګل ولي متقي د خپل کار په ترڅ کې له مامورينو سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې ټول مامورين دې ددغه رياست اصولو او کاري شرايطو ته درناوى وکړي او له مراجعينو سره دې ښه چلند وکړي .
همدارنګه د وردګو د پوهنې رئیس د دغه ولایت د ښوونځیو له  آزموینو څخه لیدنه وکړه او له زده کوونکو یې وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي، ځکه دوی د دې هېواد د راتلونکي جوړونکي دي.
بلخ:
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل د یو پلاوي په ملتیا د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د پوهنې له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو وزارت له لورې د نغدي مرستو د ویش څخه څارنه وکړه. د دې ولسوالۍ په ښوونځیو او مدرسو کې د تدریسي بهیر د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد وايي: د يونيسف ادارې په مرستو يې د ښوونځيو پر زده کوونکو سربېره د مدرسو زده کوونکو ته هم کتابچې او بیکونه هم وېشلي دي. نوموړی د جوزجان له خلکو وغوښتل چې په ښوونځیو او مدرسو کې د خپلو ماشومانو په شاملولو سره دې د پوهنې په پياوړتيا کې موږ سره همکاري وکړي.
فراه:
دفراه ولايت د پوهنې رياست د عامې روغتيا مدیر شاه مقصود مجروح ددغه ولايت داحمدشاه بابا ليسې څخه ليدنه وکړه او د دغې ليسې مسوولينو او زده کوونکو ته يې روغتيايي لارښوونې وکړې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د خپلې ټولنې او ښوونځي پاکوالي ته پاملرنه وکړي .
لوګر:
د لوګر ولایت د ۲۶۷ نارینه او ښځینه ښوونځیو پر زده کوونکو د کولمو د چینجیو د درملو د وېش لړۍ د پوهنې وزارت د روغتیا ریاست له خوا د یونیسف ادارې په مرسته پیل شوه، چې یوه اونۍ به دوام وکړي.
په یو بل خبر کې:
د حضرت عمر فاروق (رض) خیریه بنسټ د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د پاده خواب هلکانو لېسې د زده کوونکو لپاره د څښاک د اوبو څاه وکیندل. دغه څاه ٣٠ متره ژوروالى لري او په کيندلو سره يې د صحي اوبو له امله د دې لېسې د څه باندې ١٠٠٠ زده کوونکو او ښوونکو ستونزې هوارې شوې دي.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال خان آغا هارون د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ د شهيد امان الله لېسې زده کوونکو له رقابتي ازموينې څخه ليدنه وکړه.
هغه له مسوولینو څخه وغوښتل چې د دې ازموينې په پايلو کې دې عدالت او روڼتيا په پام کې ونيسي.
فاریاب:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین شیخ کرامت الله اخندزاده ورسره مل پلاوي په دغه ولایت کې د امام ابو حنیفه له دارالعلوم څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د مسوولینو له زیار څخه مننه وکړه، د تدریس میتود او وضعیت یې مثبت و ارزاوه او د ستونزو په حل کې یې د مرستو ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, Aug 06 2025 12:53 PM
Background image

Visit of the Acting Minister of Education from a Darul Uloom in Kabul Province

Respected Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Acting Minister of Education, accompanied by a number of officials, visited the Darul Uloom Hazrat Ali (Karam Allah Wajhah) in the. . .

Sat, Jul 26 2025 2:41 PM
Background image

Commendation of Top Kankor Students of 1404 by the Acting Minister of Education

A ceremony to honor and commend 10 outstanding students and top performers in the 1404 (solar year) Kankor exam was held in the conference hall of the Ministry of Education. The event. . .

Sun, Jul 13 2025 11:10 AM
Background image

Announcement of the Ministry of Education Regarding the Enrollment of Children of Repatriated Refugees into Educational Centers of the Country

In the Name of Allah, the Most Gracious, the Most Merciful
The Ministry of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, based on its religious, professional, and national. . .

BACK TO NEWS