له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د دې ریاست له آمرینو او مدیرانو سره کاري ناسته وکړه. او د پوهنې د ښه والي په باب یې ورسره خبرې وکړې.
د همکار مؤسسې استازو د نورستان ولایت د پوهنې له رئیس سره د یوې ناستې په ترڅ کې د خپل تېر او روان کال د پروګرامونه په باب خبرې وکړې.
د دې ناستې پر مهال د نورستان د پوهنې رئیس له هغوی وغوښتل، چې له دې وروسته خپل ټول فعالیتونه د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي.
لغمان
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دې ریاست له مرکزي څانګو څخه څارنه وکړه.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د دې ولایت د مرکزي دارالحفاظ له ګودام څخه لیدنه وکړه او له مسئولینو یې وغوښتل چې د شته توکو د ساتنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر او د ابرار سیمه ییز دفتر کارکوونکو د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو له درسي بهیر څخه څارنه وکړه او پر ممتاز زده کوونکو یې ډالې ووېشل.