له 200 م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه
![123](/sites/default/files/2023-07/whatsapp_image_2023-07-23_at_12.09.54_pm.jpeg)
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې په اساس، د ا. ا. ا د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د شامیلولو په موخه د لسم او یوولسم ټولګيو له زده کوونکو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
د ياد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د آزموينې کمېټې مشر مولوي عبدالواحد واحديار وايي: دا نوماندان چې شمېر يې تر ٢٠٠ پورې رسیږي، په ج/هادي فعاليتونو کې د بوختياوو له امله د زده کړو څخه بې برخي پاتې ؤ اوس کولاي شي چې له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د آزموينې ګډون والو هم دوی ته د زده کړو لپاره د لازمو ښوونیزو آسانتیاوو په برابرېدلو خوښي څرګنده کړه او له نورو م/جاهدينو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د دیني او عصري علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست، له سلګونو م/جاهدينو او راستنېدونکو مهاجرينو څخه د سويې د تثبيت آزموينه اخيستې او د زده کړو د دوام په موخه يې په مطلوبو ټولګيو کې شامیل کړي.