د کابل ښار د ښوونځيو سپورتي ټېمونو ترمنځ، د منډو جوړولو سيالۍ ترسره شوې
![123](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-02_at_2.21.09_pm.jpeg)
څه موده وړاندې د کابل ښار د ښوونځیو سپورتي ټېمونو ترمنځ دارالامان ماڼۍ څخه تر پل سوختې پورې، د ۵۰۰۰ مترو په واټن سیالۍ پیل شوې؛ چې اوس د یادو سیالیو پايلې اعلان شوې.
د پايلو د اعلان په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د لومړنيو او ثانوي زده کړو رئيس محمد رحيم ايوب، د ياد رياست بدني روزنې آمر، او زده کوونکو ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئيس په خپلو خبرو کې، د اعلان شویو پایلو له امله ګټونکو ټېمونو ته مبارکي وویله او ویې ویل، سپورت د خلکو د روغتیا ضامن دی او د پوهنې وزارت، ځوانانو ترمنځ د سپورت ودې او پیاوړتیا ته جدي پاملرنه کوي.
د اعلان شويو پايلو له مخې؛ د ذبیح الله شهید لېسې د زده کوونکو لوبډلې لومړی، د آزاد خان او محمود طرزي لېسو سپورتي ټېمونو په ترتیب سره دویم او درېيم مقامونه وګټل.
په پای کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست رهبري، او د بدني روزنې آمريت مسئولینو د سیالیو اتلو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او جایزې ووېشلې.