له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
![123](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-25_at_9.26.20_am.jpeg)
لوګر
پوهنې وزارت د خپل ستراتیژیک پلان د ترتیبولو په موخه، د نظر غوښتنې بهیر پیل کړی او په یاده برخه کې له پوهانو او متخصصینو څخه د نظر غوښتنه کوي.
د لوګر ولايت پوهنې رئیس وايي: د یاد پلان مسوده دوى ته وړاندې شوې ده.
په یو بل خبر کې:
د لوګر ولایت پوهنې ریاست ته، د لومړي نه تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۲۱۱ زره ټوکه درسي کتابونه استول شوي دي چې ډېر ژر به پر زده کوونکو ووېشل شي.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني او ورسره مل پلاوي. د یاد ولایت مرکز اړوند ګل محمد اسحاقزي د هلکانو لېسې د ښوونکو او زده کوونکو تدریسي بهیر وڅېړه.
د پوهنې رئیس استادانو ته د مشورې ورکولو په ترڅ کې د زده کوونکو پر سالمې روزنې ټینګار وکړ.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د پوهنې وزارت له تخنیکي سلاکار سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د پوهنې پروژو پلي کېدو په ګډون پر یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې د سادات خیریه بنسټ، د یاد ولایت د سرخ رود ولسوالۍ د فتح آباد د هلکانو لېسې د اوبو رسولو سیستم بېرته فعال کړ.
دننګرهار پوهنې ریاست د یاد مرستندیه بنسټ له همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.