د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت پلاوی بغلان ولایت په رسمي سفر ولاړ
![بیل](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-28_at_11.10.08_am_1.jpeg)
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت پلاوی په رسمي سفر بغلان ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي سره یې د لیدنې پر مهال د خپل سفر موخه، په مرکز او ولسوالیو کې د تدریسي او اداري چارو څېړل وبلل.
د بغلان پوهنې رئیس د یاد پلاوي ورتګ ته ښه راغلاست ووايه او ژمنه يې وکړه چې له پلاوي سره به داجنډا په تطبيق کې جدي همکاري وکړي .
ټاکل شوې دغه پلاوی د خپل ځانګړي پلان له مخې د پوهنې ادارې ښوونیز او اداري فعالیتونه وڅېړي او پایلې یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.