په میدان وردګ ولایت کې د ۴ بابه ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مشرتابه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یاد ولایت د مرکز سربېره په نرخ او جلریز ولسوالیو کې د ۴ بابه ښوونځیو د بیارغونې پروژې پیل کړې.
په يادو پروژه کې د ښوونځيو لپاره د شاوخوا احاطوي دېوالونو جوړول، د پاکو اوبو د څاګانو کيندل او د اړینو ملحقاتو رغول شامل دي، چې د نړيوال بانک له خوا د ٨١ ميليونه افغانيو په لګښت تمویلېږي.
د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د پوهنې په برخه کې د مرسته کوونکو بنسټونو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د هېواد بچیانو ته به د زده کړو آسانتیاوې برابر کړي او له پوهنې کارکوونکو یې وغوښتل، تر څو د تعلیمي پروګرامونو لاښه والي په برخه کې صادقانه قدمونه پورته کړي.