د ځینو ولایتونو پوهنې کړنو ته کتنه
![gsdfg](/sites/default/files/2024-06/448701579_442146998813229_8735896538118061567_n_0.jpg)
بلخ، سرپل او کندوز
د مهالوېش سره سم په بلخ، سرپل او کندوز ولایتونو کې د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه د کانکور آزموینه واخیستل شوه.
کندوز
د کندوز ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د حضرت خباب په لومړني ښوونځي کې د یو شمېر رغنیزو پروژو ( احاطوي دېوال جوړول، اړینو ملحقاتو جوړول او د پاکو اوبو څاګانو کیندلو) له چارو څخه څارنه وکړه.
بدخشان
د بدخشان ولایت د ښوونځیو د ښوونکو د بستونو لپاره له ۱۱۳ تنو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
لوګر
په لوګر ولایت کې د سواد زده کړې د ۱۵۵ بابه کورسونو په جوړولو سره ۲زره۵۰۰ تنو هېوادوالو ته د سواد زده کړې آسانتیا برابره شوه.