د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو لوی ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالعلومونو له رئیس سره وکتل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو لوی ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالعلومونو له رئیس مولوي عبدالرزاق «صدیق» سره په کې، د اړوندو موضوعاتو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ، چې پکې په اړینو بستونو کې د وړ او تجربه لرونکو اشخاصو ګمارل، د اداري چارو ساده کول او د پوهنې وزارت په دفترونو کې مراجعینو ته د لازمو آسانتیاوو برابرول شامل دي.
دغه راز د یاد ریاست مسئولینو پلاوي ته په دې برخه کې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل، چې د پلاوي لخوا یې هرکلی شو.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.