کندهار ولایت کې د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ په مدزو کلي کې د یو باب دیني مدرسې ودانۍ، د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو تن علمي شخصیت مولوي عبدالهادي احرار په مالي مرسته جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مدرسې دغه ودانۍ ۹ درسي خونې، یو احاطوي دېوال او د څښاک پاک اوبو لپاره یو حلقه څاه لري.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام سره د خلکو له ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له زدهکوونکو او ښوونکو څخه غواړي، ترڅو د خپلو تعلیمي مرکزونو د تجهیزاتو او تاسیساتو ساتنې او سالمې استفادې لپاره جدي پاملرنه وکړي.