د پوهنې وزارت خبرتیا

د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست د ٧١٨ علمي کادري خالي بستونو لپاره شارت لېست غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د هغوی تحریري ازموینه به د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال، د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه (د ۱۴۴۷ هجري قمري کال، ربیع الثاني میاشتې ۱۹مه نېټه)، د سهار په ۹:۰۰ بجو د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې، د لوړو زده کړو وزارت ته مخامخ د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست کې ترسره شي.
یادونه: په ازموینه کې د ګډون لپاره د تابعیت اصلي پېژندپاڼه/تذکره درلودل لازمي دي.
#نوټ: د هر هغه شخص چې اسناد د اړوند دیپارټمنټ له لوري تایید شوي وي، په ازموینه کې شمولیت کولای شي او واجد الشرایط دی.