د زابل په ولایت کې ۷ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې
د پوهنې وزارت، زابل: د زابل ولایت شهر صفا او شاجوی ولسوالیو کې د ۷ ښوونځيو نوې ودانۍ د پوهنې رییس نصرالله زاهد، دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پرانیستل شوې.
د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد وايي د یادو ښوونځيو نوې ودانۍ د ولسي تړون ملی پروګرام له لوري د ۳۴،۷ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړي شوي، چې هره ودانۍ به معیاري ښوونيز ټولګي، لابراتوار، د څښاک اوبو معیاري څاګانې، مبرزونه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.
د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد د سیمې له خلکو او د ولسي تړون ملي پروګرام څخه مننه وکړه چې د زابل په زیات شمېر ولسوالیو کې ښوونځي جوړوي او د خلکو اړتیا وي په نظر کې نیسي هغه وویل، د شهر صفا ولسوالۍ ټولو ښوونځیو ته به پاملرنه کوي، د ښوونکو د کمبود د تدریس د ښه والي او ودانیو په جوړولو سره به د هغوی اړتیا وي پوره کوي.
