لوګر کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سنګ سوراخ د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیارغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
جوړ شوی ښوونځی ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو څاه او ۳ غرفې تشنابونه لري، چې په یوه وخت کې د ۲۱۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري.
د لوګرد پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د یاد ښوونځي د ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره په دوو وختونو کې ۴۲۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.
