فراه ولایت کې د پوهنې رياست کارکوونکو ته د وړتيا لوړونې سیمینار جوړ شو
پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولایت پوهنې ریاست د تعلیمي نظارت آمرانو او کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې لس ورځنی سیمینار د پوهنې وزارت د بشري سرچینو د عمومي ریاست له لوري پيل شو.
د پوهنې رئیس د یاد سیمینار پرانیستغونډه کې وویل: روزنیز سیمینارونه د کارکوونکو وړتیا لوړوي او د دې لامل کیږي څو هغوی سم مدیریت وکړای شي.
په نوموړي سیمینار کې د فراه ولایت د مرکز په ګډون د لسو ولسوالیو۷۰ تنو د پوهنې آمرانو او د تعلیمي نظارت غړو ته د لسو ورځو لپاره روزنه ورکول کیږي.
پاتې دې نه وي چې، یاد ورکشاپ د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي مرسته، د پوهنې وزارت د میتودولوژۍ ، ارزونې او نظارت کارپوهانو لخوا پلی کیږي.
