په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې خبرونه

media-moe
Mon, Oct 10 2022 2:11 PM
نگاهی به فشرده خبر های معارف در مرکز و ولایات

کابل:
د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې رياست چارواکي وايي: د ستر پیغمبر (ص) د ميلاد په مناسبت د دې والسوالۍ په سیمه ایزو ښوونځيو کې د قرانکريم د ختم د مراسمو په ترڅ کې د حفظ الصحې توکي لکه ماسک، د مينځلو مايع او صابون ووېشل شول.
د دې ولايت له ګلدرې ولسوالۍ څخه هم خبر رارسېدلى، چې د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي دانيال حنفي له خپل پلاوي سره د زده كوونكو او استادانو د حاضریو، د نصاب او كتابتون، لابراتوار او نورو اداري چارو په اړه جدي څارنه وکړه. د دې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو تدریسي ستونزې وڅېړل شوې، د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
ولایتونه:
د هېواد د پوهنې ریاستونو او ښوونځیو په ډېری مراسمو کې د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې ورځ ونمانځله.
ګډونوالو د ستر پیغمبر په سیرت، اخلاقو، چلند خبرې وکړې او له ټول مسلمه امت څخه یې وغوښتل چې په خپل ژوند کې د ستر پیغمبر سیرت د نمونې په توګه وټاکي او د هغه رښتیني پیروان شي.
بلخ:
د بلخ ولایت د دیني مدرسو ۵۱ تنه ښوونکي فارغ شول.
د دغه ولایت والي او د پوهنې رئیس د غونډې له ګډونوالو څخه د مننې او خوښۍ په ترڅ کې د قرآن عظیم الشان درس او حفظ د اسلام د سپېڅلي دین له مهمو عباداتو څخه وباله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل کارونه د اسلام له احکامو سره سم ترسره کړي.
لوګر:
د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې قومي مشرانو او ځايي خلکو په خپل لګښت یو ښوونځی جوړ کړی چې په یوه وخت کې د ۴۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د قومي مخورو د دغه کړنې د ستاينې په ترڅ کې وويل: د خروار ولسوالۍ خلکو په خپل ځاى کې د علم څراغونه روښانه کړي، ترڅو خپل نوي نسل ته لاره ومومي او هوسا شي. "
همدارنګه له همدې ولایت څخه په یو بل خبر کې راغلي چې د برکي برک ولسوالۍ د ۲۲ بابه خصوصي مدرسو سره د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو ریاست له لورې نغدي مرسته وشوه.
کندز:
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې بورډ د کندوز د پوهنې ریاست ټولې اداري او تدریسي چارې وڅارلې.
هرات:
مولوي عبدالجلیل مزمل، دعامې تعلیماتو آمر د هرات ولایت د پوهنې ریاست په مرکز کې د هلکانو او نجونو له عالي لېسو، د میرسادات د نجونو لېسې او د شینډنډ ولسوالۍ د واعظ کاشفي د هلکانو له لېسو څخه لیدنه وکړه.
خوست:
مولوي حفیظ الرحمن د خوست ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي نظارت د عمومي آمر په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ.
غزني:
د یونیسف او OCCD موسسې په پام کې لري چې د غزني ولایت په ځینو ولسوالیو کې د زده کړو ۴۰۰  سیمه ایز ټولګي جوړ کړي.
د غزني ولايت د پوهنې رئيس د يادو بنسټونو له مسوولينو څخه د مننې په څرګندولو سره وويل: د غزني ولايت د پوهنې رهبري په دغه ولايت کې د پوهنې د وضعيت د ښه والي په برخه کې د ټولو فعاليتونو هرکلی کوي او هر ډول مرستو ته چمتو دي.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي نظارت غړو د دغه ولایت د قرغیو او علیشنګ ولسوالیو له ټولو ښوونځیو څخه څارنه وکړه او د شته نیمګړتیاوو او ستونزو په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د نسوان کمین لېسې د زده کوونکو علمي کړنې مثبتې و ارزولې او د نظم، دسپلین، د اسلامي حجاب په مراعتولو او د یاد شوي جومات په پاکوالي یې ټینګار وکړ.
جوزجان:
د جوزجان د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې يوه مياشت وړاندې يې د دغه ولايت د بدني روزنې ادارې په مرسته د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ښوونځيو د ١٨ فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل کړې وې. د شبرغان د افغان ترک لېسې لوبډلې په بریا سره پاى ته ورسيده.
کابل:
د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ د ښوونیز مرکز تدریسي مرستیال مولوي فضل الهادي د دغه ریاست د لابراتوارونو د علمي غړو او استادانو ارزونه وکړه، د دې ارزونې پایله یې مثبته وبلله او ارزوونکي یې وهڅول.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS