له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د څانګې میاشتنۍ غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني تر څارنې لاندې د ننګرهار د مرکز او ۲۲ ولسوالیو د آمرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ننګرهار د پوهنې ريس له ګډونوالو وغوښتل چې د سواد زده کړې د کيفيت د لوړولو په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي .
نیمرزو
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د دغه ولايت د پوهنې ریاست له آمرینو او مديرانو سره مشورتي ناسته وکړه او د دغه ولايت د پوهنې رياست د تشکیل د طرحې د جوړېدو په باب يې له هغوى سره مشورې وکړې.
نوموړي د پروګرامونو آمرینو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو اړوندو څانګو تشکیل دې له خپلو اړتیاوو سره سم ترتیب کړي.
لغمان
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د دې ولسوالۍ د ښوونځیو د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پر مهال د دې ولسوالۍ د ۱۴ ښوونځیو اداري او تدریسي اسنادونه یې هم وڅېړلې.
کاپیسا
د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د ډاکار موسسې سیمه ییز دفتر د تګاب ولسوالۍ د غازي خان خېلو په منځني ښوونځي او د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د حضرت فروخ شاه او بدخشي لېسو کې یې د پاکو اوبو څاګانې، اودس خوني او د اوبو ذخیرې جوړې کړې، چې د دې سیمې د سپین ږیرو او مشرانو په حضور کې یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
کندهار
د کندهار د ميوند ولسوالۍ د پوهني د څارنې آمر له راغلي پلاوي سره د دې ولسوالۍ پورې اړوند د يو شمېر ښوونځيو د اداري او تدريسي اسنادونو د کتلو پر مهال په يادو ښوونځيو کي یې پرتې ستونزي ځان سره ولیکلې او ژمنه يې وکړه، چي يادې ستونزي به د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شريکي کړي.
