د هېواد په کچه د ښوونکو د مسلکي ظرفیتونو د ارزونې پروګرام پیل شو
په هغه مشورتي غونډه کې چې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق تر څارنې لاندې جوړه شوې وه، مولوي موسی کلیم وهاج، د کورنیو او بهرنیو مرستندویو ادارو استازو، د پوهنې وزارت یو شمېر مسوولینو او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو په کې ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین له پوهنې سره د مرستندویو بنسټونو له مرستو او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د موضوع په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ پوهنې وزارت له دیني او افغاني عنعناتو سره سم له ټولو مرستندویو بنسټونو څخه ملاتړ کوي او د دوی د پلانونو په پلي کولو کې ورسره مرسته کوي.
نوموړي زیاته، دا زموږ مسوولیت دی، چې ټولو مرستندویو بنسټونو ته د خدمت کولو زمینه برابرو کړو او د ښوونې او روزنې په برخه کې تبعیض ته ځای ور نه کړو.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې دریو مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړه. په ټول هېواد کې د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په تړاو خبرې وکړې د زده کوونکو پر کیفیت لوړونې یې تاکید وکړ او د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره یې په دقیق ډول د سوالونو په جوړولو ټینګار وکړ.
ورپسې ګډونوالو په ټول هېواد کې د ښوونکو د ارزونې پر معقولو لارو چارو خبرې وکړې، ټولو وویل، چې موږ نه غواړو له ښوونکو څخه ازموینه واخلو، بلکې هڅه کوو، ترڅو د ښوونکو علمي وړتیا معلوم کړو، ترڅو په روان کال کې د یو بشپړ ډیټابس په جوړولو سره د پوهنې په ډګر کې ښه خدمتونه وړاندې کړو.
