د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه
کابل
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل، د کابل ښار له پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني سره په لیدنه کې، پر یو شمېر مهمو ښوونیزو مسایلو د خبرو تر څنګ، د پوهنې ریاست اړوند غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
بغلان
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوی، بغلان ولایت ته ولاړ او هلته یې د پوهنې ریاست اداري، تدریسي او مالي چارې له نیږدې وارزولې.
بامیان
د مشرانو جرګې پخواني غړي او د افغانستان د شېعه علماوو شورا مرستیال استاد محمد اکبري، د بامیان ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله قندیلي سره وکتل.
په یاده کتنه کې دواړو لورو د باميان ولايت په ښوونځیو او ديني مدارسوکې د باکيفيته زده کړو د څرنګوالي په باب د خبرو تر څنګ، د قومونو ترمنځ پر ملي یووالي ټینګار وکړ.
هرات
د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ د خصوصي ښوونځیو د ۸۵۳ زده کوونکو ترمنځ، د اسلام د ستر پیغمبر (صلي الله علیه وسلم) د سیرت سترې سیالۍ ترسره شوې.
د هرات پوهنې رئیس وويل، چې د یادو سياليو له ترسره کېدو يې موخه، د اسلام د ستر پيغمبر (صلي الله علیه وسلم) له ژوند او اخلاقو سره د زده کوونکو بلدتیا وه.
غزني
د غزني ولايت پوهنې رياست د ډله ييزې آزموينې په ترڅ کې، له ۷۰ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخيسته.
په پام کې ده هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، دیاد ولايت په لرې پرتو ښوونځيو کې به د ښوونکو په توګه وګمارل شي.
