د بلخ ولایت په استقلال عالي لېسه کې ۹ بابه درسي خونې جوړې شوې

د بلخ ولایت د یوشمېر ملي سوداګرو په ملاتړ، د یاد ولایت د مزارشریف په استقـلال عالي لېسه کې ۹ درسي او یوه کمپیوټري خونه سره له وسایلو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.
یادې ۹ درسي خونې د بلخ ولایت د مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس، پوهنې رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالجلیل شهید خیل او مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مسئولینو په وینا د دغه پروژې ټولیز لګښت یو میلیون افغانۍ دی، کوم چې د بلخ ولایت د ملي سوداګرو له لوري ورکړل شوی دی.
د غونډې ګډون والو د پوهنې په برخه کې د استقلال عالي لېسې له مشرتابه او د ملي سوداګرو له همکاريو مننه او قدرداني وکړه.
دوی له خلکو وغوښتل، تر څو د ښوونیز نظام سره خپلې مادي او معنوي همکارۍ جاري وساتي او له روان فرصت څخه په ګټې اخیستلو سره خپل ماشومان په ښوونځیو او مدارسو کې شامل کړي.