د کندوز او فاریاب د پوهنې ریاستونو د کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست روزونکي د یو مرستندویه بنسټ په ملاتړ، په دې وروستیو کې د هېواد ولایتونو ته د خپلو کاري سفرونو په ترڅ کې کندوز او فاریاب ولایتونو ته ولاړل او د پوهنې رئیسانو سره یې له لیدنې وروسته، د یادو ولايتونو د ښوونځيو د مديرانو او سرښوونکو لپاره د "اغېزمنې زده کړې او د زده کړې د پراختیا" تر نامه لاندې ۱۰ ورځنى سيمينار پيل کړ.
د پوهنې وزارت روزونکو په یاد سیمینار کې د زده کړو د نویو او اغېزمنو لارو چارو په تړاو ګډون والو ته ځانګړې روزنه ورکړه.
د يادو ولايتونو د پوهنې رئيسانو او يو شمېر مسئولينو د یاد پروګرام څخه څارنه وکړه او له ګډون والو يې وغوښتل، تر څو خپل تازه زده کړي مهارتونه له نورو کارکوونکو سره شريک کړي.